بهارت کښې کورونا وائرس يو وارې بيا سر راپورتا کړې، تير څليريشت ګهنټو دوران دغه هيواد کښې د کورونا لوجې څلور تنه مړه شويدي، او اووه نيم سوه نه سيوا تازه کيسونه رپورټ شوي.
بهارتي ميډيا مطابق تير څليريشت ګهنټو دوران بهارت کښې د کورونا اووه سوه، دوه پنځوست تازه کيسونه رپورټ شويدې، د نوې کيسونو حاليه شميره د يويشتم مئي نه راپديخوا تر ټولو زياته شميره ده، موجوده وخت بهارت کښې د کورونا ايکټيو کيسونو شميره درې زره، څلور سوه شل ده
رپورټ مطابق بهارت کښې د کورونا لوجې مزيد څلور کسان مړه شوي، چې پکښې د دوه کسانو تعلق کيراله سره، او دوه کسانو تعلق کرناټکه او راجهستان سره دې.