اسلام آباد: د شپږ ويشتم آئيني ترميم د وفاقي کابينې، سينيټ او قامي اسمبلۍ منظوري نه پس د نوې چيف جسټس پاکستان تقررۍ لپاره د قامي اسمبلۍ سپيکر د سياسي جماعتونو نه د پارليمناني کميټي لپاره نومونه غوښتي دي ۔
پارليماني کميټۍ کښې به د پارليمان دولس اراکين وي چې پکښې به اته اراکين د قامي اسمبلۍ او څلور اراکين د سينيټ نه اخستې شي، دا کميټي به د سپريم کورټ درې ججانو فهرست نه د چيف جسټس تقرري کوي ۔
موجود چيف جسټس به د ريټائرمنټ نه درې ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ سپيکر ته د سپريم کورټ درې سينئر ججانو نومونه ليږي او سپيکر به بيا دغه نوموه پارليماني کميټۍ ته ليږي ۔
د يادونې وړ ده چې شپږ ويشتم آئيني ترميم سره د چيف جسټس پاکستان تعيناتۍ طريقه کار بالکل بدل شوې دې، دې نه وړاندې به د سپريم کورټ د ټولو سينئر جج د چيف جسټس د ريټائرمنټ نه پس فوري چيف جسټس تعينات کيدو ،دې لړ کښې به صدر مملکت صرف منظوري ورکوله ۔
د آئيني ترميم وروستو اوس به د قامي اسمبلۍ او سينيټ دولس کسيزه کميټي جوړولې شي، کميټۍ کښې به د حکومت او اپوزيشن اراکين شامل وي ۔
دغه کميټي به د سپريم کورټ درې سينئر ججانو کښې د چيف جسټس لپاره يو نوم باندې مشاورت کوي او دغه نوم به بيا منظورۍ لپاره وزيراعظم ته ليږلې شي او بيا به ئې حتمي منظوري صدر مملکت ورکوي ،چې ورسره به بيا نوې چيف جسټس تعينات کيږي ۔
دې حوالې سره اوس د پارليماني کميټۍ اراکينو لپاره سپيکر نومونه غوښتې دي ۔
ياده دې وي چې د موجوده چيف جسټس قاضي فائز عيسی د ملازمت وخت په پنځه ويشتم اکتوبر ختميږي او د شپږ ويشتم آئيني ترميم لاندې چيف جسټس پابند دې چې هغه به درې ورځي وړاندې د درې سينئر ججانو نومونه پارليماني کميټۍ ته ليږي ۔
تازه ترین خبرونه
د نوې چيف جسټس پاکستان تعيناتۍ لپاره د پارليماني کميټۍ نومونه طلب شول
څرگندونې نشته2 Mins Read