پوليسو ترمخه د بلوچستان پنجګور سيمې خدا آبادان کښې نامعلومه مسلح کسانو په يو کور کښې د ننه ډزې کړېدي ۔
پوليس وئيلي چې د ډزو په نتيجه کښې اووه مزدوران پحق رسېدلي او يو ژوبل شويدې ۔
پوليس مطابق پحق رسېدلې مزدورانو تعلق د پنجاب ملتان او شجاع آباد علاقو سره ښودلې شودې ۔
پوليس رپورټ ترمخه د وژلي شوي مزدورانو شناخت ساجد، شفيق، فياض، افتخار، خالد،سلمان، الله وسايا په نومونو شوېدې، او د ژوبل مزدور شناخت د بلال په نوم شوېدې ۔
پيښې وروستو سيکيورټي فورسز دغه علاقه په ولقه کښې اخستې او د ملزمانو خلاف ئې کاررائي او د پيښې نورې پلټنې ئې شروع کړېدي ۔
د بلخوا د دغې پيښې مقدمه د سي ټي ډي تهاڼه کښې د نامعلومه کسانو خلاف سي ټي ډي تهاڼه کښې درج شوې چې پکښې د ترهه ګرۍ ،قتل،اقدام قتل او نور يوشمير دفعات شامل کړې شويدي۔
وزيراعظم شهبازشريف هم د پيښې نوټس اخستې او دې لړ کښې ئې وزيراعلیٰ بلوچستان نه رپورټ غوښتې دې ۔