دحکومت اصلاحاتي پاليسۍ لوجي بتدريج اقتصادي بحالي روانه ده، په زرعي شعبه کښي د غوره کارکردګۍلوجي هم شرح نمو کښي اضافه شوي، مهنګائي مسلسل په لاندي راروانه ده ،مونږ سره د آئي ايم ايف نه علاوه بل هيڅ پلان بي نشته ،د قومي اقتصادي سروے کال دوه زره دريوشتم ، څليريشتم اجرا په حواله دوزير خزانه محمد اورنګزيب خطاب، وائي چي جي ډي پي ګروت کښي د لوئي صنعتونو شرځ نمو ښه نه وه ،البته دزراعت شعبي د غوره کارکردګې مظاهره کړي ،دغه رنګ روان مالي کال کښي لائيوسټاک کښي هم بهتري راغلي، بلخوا داقتصادي سروے اهم نکات مطابق حکومت اقتصادي ، صنعتي ترقي ، مهنګائۍ کښي کمي او دبجلۍ پيداواري صلاحيت پشمول اهم معاشي اهداف ترلاسه کولو کښي دناکامۍ سره مخ وو
اسلام آباد کښي دخزاني وفاقي وزيرمحمد اورنګزيب، وزير مملکت برائے خزانه و توانائي علي پرويز ملک ، سيکرټري خزانه او سيکرټري منصوبه بندي سره شريک پريس کانفرنس کښي اقتصادي سروے کال دوه زره دريوشتم ، څليريشتم وړاندي کړي
دخزاني وفاقي وزيرمحمد اورنګزيب د قومي اقتصادي سروے کال دوه زره دريوشتم ، څليريشتم اجرا په حواله دخپل خطاب په آغاز کښي اوئيل چي تير مالي کالي کښي جي ډي پي منفي دوه فيصد وو، مونږ له آئي ايم ايف ته تلل پکار وو، ولي چي مونع سره ددي نه علاوه بل پلان نه وو , وزير خزانه اوئيل که چري مونږ آئي ايم ايف پسي نه وي تلي نو نن به صورتحال مختلف وو، او که چري مونږ آئي ايم ايف سره د نهه مياشتو معاهده نه وي کړي نو نن به مونږ داهداف پوره کولو جوګه نه وو
وزير خزانه اوئيل چي مالي کال دوه زره دريوشتم ، څليريشتم کښي د روپۍ په قدر کښي شل فيصده کي راغلي او خلکو به وئيل چي ډالر به دري سوه روپۍ ته رسيږي ولي روان مالي کال دوران د روپۍ قدر کښي استحکام راغلي، دي لپاره حکومت دهنډۍ او اسمګلنګ مخنوي کړي، افغان ټرانزټ ټريډ قابو کړي شوي او اسټيټ بينک هم اقدامات پورته کړي دي
دخزاني وفاقي وزير اوئيل چي روان مالي کال دوران د کرنټ اکاونټ خسارے تخمينه شپږ ارب ډالر وه ولي نوي تخمينه دوه سوه ملين ډالر لګولي شوي
دمحمد اورنګزيب وينا وه چي مهنګائۍ کښي د کمي لوجي شرح سود کښي کمې شوي اومونږ له به اوس جي ډي پي کښي د ټيکسونو شرځ سيوا کول وي
داقتصادي سروے اهم نکات څه دا رنګ دي
دصنعتي شعبې ترقۍ شرح يو اعشاريه دوه يو فيصد وه او دخدمات په شعبه کښي د ترقۍ شرح يو اعشاريه دوه يو فيصد وه
روان مالي کال دوران في کس آمدني يو زر شپږ سوه اتيا ډالر وو او سرمايه کاري د جي ډي پي ديولس اعشاريه يو فيصد وه
دغه رنګ روان مالي کال کښي د بچتونو شرح ديارلس فيصد وه
بلخوا داقتصادي سروے اهم نکات مطابق حکومت اقتصادي ، صنعتي ترقي ، مهنګائۍ کښي کمي او دبجلۍ پيداواري صلاحيت پشمول اهم معاشي اهداف ترلاسه کولو کښي دناکامۍ سره مخ وو