د خیبر پښتونخوا خزانې مشير مزمل اسلم د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګ زيب ته خط لیکلی چی په کښې د هغوی نه غوښتنه شوې چې صوبې ته دی اے آئی پی پروګرام د لاندې دویم کوارټر اته اربه شپږ څلویښت کروړه روپی ورکړې شي
پېښور ( حضرت خان مومند ) د مزمل اسلم لخوانه لیکلې شوې خط کښې دريځ خپل کړی شوے چی اے آئی پی پروګرام په مد کښې فنډ نه ورکولو لوجی په ضم ضلعو کښې اے آئی پی پروګرام د لاندې شروع شوې ترقیاتې سرګرمیانی په ټپه ودریدلی
په خط کښې دریځ خپل کړی شوی چی وفاقی حکومت روان کال په بجټ کښې د ضم ضلعو لپاره اے آئی پی پروګرام په مد کښې دوه څلویښت اعشاریه دری سوه پنځلس ملینه روپی ټاکلي، دویم کوارټر په ختمیدو دی خو تردی دمه فنډ نه دی جاری کړی شوے، مزمل اسلم لخوانه لیکلې شوې خط کښې غوښتنه کړې شوې چې د پالیسی مطابق شل فیصده فنډ فوری جاری کړی شی د پالیسی مطابق پنځلس فیصده فنډ وړومبی کوارټر کښې جارے کولو فیصله شوې وه