رجيم چينج آپريشن کښې د فواد چوهدري کردار مشکوک وو، هغه به جنرل باجوه له د پيغامونو رسولو کار کوو، د پي ټي آئي مشر شير افضل مروت دعوي، وائي چي ماته باني پي ټي آئي پخپله ووئيلي وو چي فواد چوهدري د جنرل باجوه سره ميلاو وو، شير افضل مروت مطابق د فواد چوهدري خلاف فرمائشي کيسونه جوړ کړے شوي وو،او هغه په وي ائي پي جيلونو کښې ساتلے شوي وو، وائي چي کله پارټۍ ته د وفادارو کسانو ضرورت وو، نو دا خلق خو تښيدلے وو، اوس ولي راځي؟
د تحريک انصاف رهنما شير افضل مروت دعوي کړيده چي باني پي ټې ائي راته پخپله وئيلي وو چي تحريک عدم استحکام پيش کيدو ورځو کښې د فواد چوهدري کردار مشکوک وو، هغه د جنرل باجوه سره ميلاو وو، او هغه له به ئي پيغامونو اوړلو کار کوو،
شير افضل مروت اووئيل چي فواد چوهدري اوس وائي چي د باني پي ټې ائي په وينا جهانګرترين ګروپ ته تلے ووم، دا سراسر دورغ او بے بنياده خبره ده، دا هغه خلق دے چي کله پارټۍ ته د وفادار کسانو ضرورت وو، نو دوي تښتيدلي وو،
شير افضل مروت مطابق د فواد چوهدري خلاف فرمائشي کيسونه جوړ کړے شوي وو، او هغه په وي ائي پي جيلونو کښې ساتلے شوي وو،شير افضل مروت وئيلي چي باني پي ټي ائي هغه بللے دے، امکان دے چي په پنځلسم يا شپاړلسم جولائي ورسره ملاقات اوکړے شي