ډهاکه: د شيخ حسينه واجد حکومت بنګله ديش کښې د مخالفوډلو مشرانو د پښو لاندې کولو، ميډيا خاموشه کولو او هغې سره اختلاف لرونکو پر زد غير قانوني طريقې کولو سره بدنامي ترلاسه کړې وه ، چې پکښې روهنګيا مسلمانانو سره بدسلوکي او ريپډ ايکشن بټالين په شکل کښې ظالمانه ګامونه شامل دي ۔
ريپډ ايکشن بټالين (آر اے بي) چې په اصل کښې بنګله ديش کښې کال دوه زره څلورم کښې د جرمونو خاتمې لپاره د يونټ په توګه جوړ کړې شوې وو،دې بټالين د خپل مينډيټ هم خيال نۀ دې ساتلې ،د حزب اختلاف شخصيات ،په خصوصې توګه د جماعت اسلامي اراکين هراسا کول ،په هغوي تشدد کول،او دې پورې چې دم هغوي ماورائے عدالت په قتل کښې هم ککړ وو ۔
د حيسنه واجد حکومت رياستي طاقت نيوکې کونکي په نښه کولو لپاره استعمال کړې وو،د خپل دور په آخري دور کښې ئې د جماعت اسلامي مشرانو ته فرضي الزاماتو باندې د مرګ سزاګانې ورکړې وې ۔
د سخت ظلمونو نه پس بے درکه شوي کسانو پلټنې کونکې پنځه کسيزه کميشن هم په ډاګه کړې چې دغه بےدرکه کسانو کښې شيخ حسينه کردار ادا کړې ،رپورټ کښې د ريپډ ايکشن بټالين مرکزي کردار هم په ډاګه کړې شويدې ،عبوري رپورټ ” د رشتياؤ انکشاف“ کښې درې زره پنځه سوه نه زيات کسانو بے درکه کيدو ذکر شويدې او د دغه بټالين د ختمولو سفارش پکښې هم شويدې ۔
د کميشن تحقيقاتو کښې سرفهرست سيکيورټي يونټس آر اے بي، ډي بي، سي ټي ټي سي او انټيلي جنس ايجنسۍ په منظمه طريقه د جبر او ظلمونو سره بے درکه کولو کښې ککړ وو ۔
د جبر سره بے درکه شوي درې زره پنځه سوه نه زيات کيسونه رپورټ شوي، چې پکښې شپاړس سوه شپږ اوويا شکايات هم درج شويدي، او د اووه سوه اته پنځوس تحقيقات شويدي ، دې کښې د تشدد کولو طريقې يعنې شونډې ګنډل، د جسم نازک ځايونو ته د بجلۍ جهټکې ورکول او نور جسماني تشدد کولو معمول جوړ شوې وو ۔
سيکيورټي فورسز پشمول آر اے بي، ډي بي او سي ټي ټي سي او انټيلي جنس ايجنسۍ چې پکښې ډي جي ايف آئي او اين ايس آئي د اهم مجرمانو په توګه شناخت هم شويدې ، ”ګوم کلچر“ کوم چې د تشدد د لارې د بے درکه کولو يوه اصطلاح ده ، او دا پنځلس کالو نه زيات وخت لپاره قصداَ َ پټ ساتلو لپاره جوړ کړې شوې وو ۔
سيکيورټي فورسز د ذمه وارو نه بچ کولو لپاره مختلف شناختونو سره کار کړې وو،آر اے بي د ډي بي په توګه او ډي بي د آر اے بي په توګه کار کړېدې ۔
متاثرين د مختلفو يونټو ترمينځ منتقل کړې شوي وو، يو به تښتول، بل به نيول او د دريم کا قتل کول وو،چې مقصد ئې ذمه واري ټريس کول ګران شوي وو ۔
اعلیٰ افسرانو د دغه آپريشنز باره کښې په ممکنه توګه مکمل خبر وو، ولې د آپريشنل حدود کمي لوجې احتساب کول مشکل شوي وو ۔
دوه زره شپاړسم کښې د تشدد نه پس د بے درکه کړې شوي کسانو شميره زياته معلومه شوي وه، هاغه اهم مقامات چرته چې سزاګانې ورکړې شوې وې هغې کښې بوري ګنګا، کنچن او پوسټګو لاپل شامل وو ۔
ميجرجنرل طارق احمد صديقي، ميجر جنرل ضياالحسن ،منير الاسلام، ،محمد حرن او رشيد په دغه جرمونو کښې ککړ د اهم شخصياتو په توګه نامزد کړې شوي وو، جسټس چودهري وئيلي وو چې آپريشن قصداَ منتشر کړې شو چې د انکار ګنجائش وي او هر ټيم ته د مکمل پس منظر علم نۀ وو۔
د کميشن د ټولو نه اهم سفارش دا دې چې ريپډ ايکشن بټالين يعنې آر اے بي دې تحليل کړې شي، د دې د غير قانوني اقداماتولوجې چې کوم غير قانوني قتل، تشدد او جبر لاندې بے درکه کولو کښې د شيخ حسينه واجد حکومت ککړ دې ۔