اډياله جيل کښې خبريالانو سره غير رسمي خبرو په وخت د پي ټي آئي پخواني چيئرمين عمران خان وئيلي دي چې د فيض حميد په ګرفتارۍ مې هيڅ پروا نشته،او نه په دې حواله خوفزده يم ۔
عمران خان اووئيل چې که داسې وه نو بيا به مې په دې معامله د جوډيشل کميشن مطالبه ولې کوله ۔
باني پي ټي آئي اوئيل چې چيف جسټس قاضي فائز عيسي ته ايکسټينشن ورکولواو اسمبلۍ کښې دو تهائي جعلي اکثريت ترلاسه کولو لپاره حکومت په سوشل ميډيا او انټرنيټ بنديز لګولې چې لوجې ئې د ملک پنځه سوه ملين ډالر نقصان شوېدے
د پاکستان تحريک انصاف باني چيئرمين د جيل نيټ ورک نيولو معامله مذاق ګنړلې او وئيلي دي چې جيل کښې خو هر ځائې کښې جيمرز لګيدلي وي ۔
هغه اووئيل چې ماله يو څيز د جيل نه بهر ليږل وي يا بهر نه راغوښتل وي نو د پارټۍ مشران روزانه ماسره ملاقاتونه کوي، بيا خو ماله هيڅ مسئله نيشته ۔
هغه مخکښې اووئيل چې وئيلي کيږې چې فيض حميد د نهمې مئي سازش کړېدې، اصل کښې سازش خو زمونږ خلاف شويدې ۔
هغه اووئيل چې اولنې سازش دا وو چې جنرل باجوه نوازشريف په وينا فيض حميد لرې کړې وو ۔
باني پي ټي آئي اسټيبلشمنټ ته پيغام ورکړې چې دوي ملک تباهۍ په لور روان کړېدې ۔
باني پي ټي آئي اووئيل چې نوازشريف د معاشي خراب صورتحال ټوله ذمه واري په مونږ اچولې ده،ن ليګ د نورلس نيم زره ډالر خساره پريښودې وه،او د دغې وجې مونږ آئي ايم ايف ته تلي وو ۔