اډياله جيل کښې خبريالانو سره خبرو پر مهال باني پي ټي آئي او پخواني وزيراعظم عمران خان وئيلي چې د فيض حميد ګرفتارۍ ډرامه زما مقدمه ملټري کورټ ته ليږلو لپاره شويده ۔
باني چئير مين پي ټي آئي اووئيل چې د فيض حميد ګرفتارۍ باندې هيڅ قسمه ويرې سره مخ نه يم ۔
باني چئيرمين پي ټي آئي اووئيل چې زما خلاف ټولې مقدمې بے بنياد او د دروغو قائم کړې شويدي ۔
هغه اووئيل چې که چرې د فيض حميد په ګرفتارۍ زۀ ويريدم نو ما به چرې دې لړ کښې د جوډيشل کميشن خبره نه کوله ۔