نړي والې ميډيا پاکستان کښې د ترهه ګرۍ پيښو او ټارګټ کلنګ کښې بهارتي کردار په ډاګه کړېدې ۔
امريکني ورځپاڼې واشنګټن پوسټ رپورټ ترمخه بهارت د ترهه ګرۍ کارروائيو په ذريعه پاکستان کښې ټارګټ کلنګ کوي او بهارتي ايجنسۍ را ګڼ شمير کسان په نښه کړيدي ۔
رپورټ کښې وئيلي شويدي چې بهارت د نورو ملکونو په رنګ پاکستان کښې هم د ټارګټ کلنګ د لارې د خفيه قتل عام د تسلسل سلسله جاري ساتلي ده او بهارتي ايجنسۍ را د اجرتي قاتلانو او افغاني وسلو د لارې پاکستان کښې شپږ کسان ټارګټ کلنګ پيښو کښې وژلي دي ۔
واشنګټن پوسټ رپورټ کښې زياته کړي شويده چې کال دوه زره يويشتم نه پس را ايجنسۍ پاکستان کښې ټارګټ کلنګ په حواله خفيه مهم چلولې دے او د بهارت د قامي سلامتيا مشير اجيت ډوول هم د خپل مقاصد ترلاسه کولو لپاره پاکستان کښې د خفيه کارروائيو انکشاف کړې وو ۔