آئي ايس پي آر له لوري جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کښې سيکيورټي فورسز او شرخوښو ترمينځ نښته شويده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې شرخوښو سره نښتې دوران ليفټيننټ کرنل محمد علي شوکت پشمول شپږ سيکيورټي اهلکار شهيدان شويدي ۔
آئي ايس پي آر بيان ترمخه ليفټيننټ کرنل محمد علي شوکت د ترهه ګرو خلاف آپريشن قيادت کولو چې دې دوران نښته کښې شهيد شوې، د شهيد ليفټيننټ کرنل تعلق فيصل آباد سره وو۔
شهيد اهلکارانو کښې د ضلع خېبر لانس نائيک محمد الله ،د لکي مروت لانس نائيک اختر زمان ، د ضلع اټک لانس نائيک شاهد الله ، لانس نائيک يوسف علي تعلق ضلع کوزې اورکزئي او سپاهي جميل احمد تعلق سوات سري ښودلې شويدې
آئي ايس پي آر په خپل بيان کښي دا هم وئيلي چې د سيکيورټي فورسز جوابي کارروائۍ دوران شپږ ترهه ګر هم وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې علاقه کښې د ترهه ګرو مکمل ختمولو لپاره آپريشن جاري دے ۔