د افغانستان په دوه ولايتونو پکتیا او پکتیکا کښې څوقومونو ترمينځ دښمني په دوستۍ کښې بدله شويده ۔
دغه دښمني دافغان طالبانو حکومتي چارواکو او ځائي اولس په ډيرو هڅو په دوستۍ بدله شوې ۔
د افغانستان دکورنو چارو وزير سراج الدین حقاني ددغې دښمنۍ د ختميدو او دوستۍ په مراسمو کښې د افغان طالبانو مشر ملا هِبت الله د عمومي عفوه يعنې عامې بخښنې او د صبر پيغام فائده په تفصیل سره بيان کړې ده ۔
سراج الدين حقاني د افغانانو په مينځ کښې د دوستۍ، صبر او نرمۍ په اړه خبرې هم کړيدي ۔
د وزارت داخله لخوا جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې د دې قومونو په مينځ کښې د زمکې او غرونو په سر جهګړو کښې لږ تر لږه سل کسان وژلې شوي وو ۔