د انګلينډ کرکټ ټيم د درې ټېسټ د پاکستان خلاف درې ټيسټ ميچونو لپاره ملتان ته رارسيدلې دې ۔
کپتان بین سټوکس په مشرۍ کښې انګلش ټيم د ملتان ائیرپورټ ته رسیدلې چرته چې به د دوه ورځو آرام نه وروسته د اکتوبر څلورمې نيټې نه ملتان کرکټ سټيډېم کښې پريکټس شروع کوي ۔
د پاکستان او انګلينډ ترمينځ لومړۍ ټېسټ مېچ به د اکتوبر په اوومه نېټه د ملتان په کرکټ سټيډيم کښې لوبيږي.
د دواړو لوبډلو ترمېنځ دويم ټېسټ مېچ به په پنځلسم اکتوبر په ملتان كښې او دريم او آخري ميچ به د اكتوبر په څليرشتمه نېټه په پنډۍ كښې شروع كېږي۔
بلخوا حکومتي سرچینو وئيلي چې د انګلستان د کرکټ ټيم لوبغاړو او نور آفيشلز ته به د پاکستان دورې پر مهال په ملتان او راولپنډۍ کې د درې ټیسټ لوبو په دوران د صدر مملکت پشان پروټوکول ورکړلې کيږي ۔
سرچينو زياته کړې ده چې د وزيراعظم شهباز شريف په حکم د کابينې ډويژن داخله وزارت ته هدايات جاري کړي چې ټول ضروري گامونه واخلي او د ميلما ټيم لوبغاړو او نورې عملې لپاره وي وي آئي پي سيکيورټي او پروټوکول عملي کول يقيني کړي.