عام ټاکنو کښې دوه خواجه سراؤ هم د برخه اخستو فيصله کړيده،چي پکښې يو د پيښور او يو اسلام آباد نه کاغذات نامزدګي جمع کړي، د اسلام آباد قامي اسمبلۍ حلقه اين اے اووه څلويښت نه خواجه سرا ناياب علي او
د خيبر پختونخوا صوبائي حلقه پي کے اتلسم نه صوبيه خان کاغذات نامزدګي جمع کړيدي.
کال دوه زره اتلسم عام ټاکنو کښې صرف يو خواجه سرا اليکشن کښي برخه اخستي وه، ولي راتلونکي عام
انتخابات لپاره دوه خواجه سراو په ازاد حيثيت کښي د برخه اخستو فيصله کړيده د اسلام آباد نه قامي اسمبلۍ نشست اين اے اووه څلويښت نه خواجه سرا ناياب علي کاغذات نامزدګۍ جمع کړي او د خيبرپختونخوا اسمبلۍ حلقه پي کے اتلسم نه خواجه سرا صوبيه خان کاغذات نامزدګي جمع کړيدي صوبيه خان د خيبرپختونخوا اولنۍ خواجه سرا دے چي د آر جے اعزاز ورته هم حاصل دے دواړه خواجه سراو د خپل کميونټي او زنانو حقوق لپاره کار کولو عزم اظهار کړيدے