د خيبر پختونخوا پشمول د ملک په زياتره سيمو کښې د زلزلے سختې جهټکے محسوس شوي، زلزله پيما مرکز مطابق زلزلې شدت شپږ اعشاريه صفر او ژوروالې دوه سوه ديارلس کلوميټره ريکارډ شوے، زلزلے مرکز د افغانستان سيمه هندو کش وه.
آسلام آباد او د خيبر پختونخوا په ملاکنډ، مردان، بونير، شانګله او دپيښور خوا شا سيمو کښې د سختې زلزلے جهټکې محسوس شوي، دغه شان د خيبر پختونخوا جنوبي اضلاع کوهاټ، کرک لکې مروت او ډي آئي خان کښې هم زلزله راغلے،
زلزله پيما مرکز مطابق زلزلے شدت شپږ اعشاريه صفر او ژوروالې دوه سوه، ديارلس کلوميټر ريکارډ شوے، تروسه پورې د زلزلے نه هيڅ ځاني او مالي نقصان اطلاعات نه دي راغلي،
د خيبر پختونخوا پي ډي آيم اے ايمرجنسي آپريشن سنټر د ټولو ضلعو انتظاميې سره رابطه کښې دے.