اسلام آباد پوليسو مطابق د پي ټي آئي مظاهرچيانو سري نګر هائي وے باندې احتجاج دوران په رينجرز اهلکارو ګاډې ورخيژولې دې ۔
پوليس وئيلي چې د پي ټي آئي کارکنانو په ګاډي څلور رينجرز اهلکار شهيدان شوي او پوليس اهلکار پشمول پنځه سخت ژوبل شويدي ۔
سيکيورټي سرچيني وائي چې تر اوسه پورې د پي ټي آئي کارکنانو احتجاج دوران مختلفو علاقو کښې دوه پوليس اهلکار پحق رسيدلي ، د سلو نه سيوا اهلکار ژوبل دي چي پکښي د يو شمير حالت نازک ښودلې کيږي ۔
ژوبل شوي اهلکارانو علاج مختلفو هسپتالونو کښې جاري دې ،وئيلي کيږې چې ژوبل کسانو کښې د بعضي اهلکارانو حالت مرګونې ښودلې شوې ۔