اسلام آباد: د قامي وطن پارټۍ مرکزي چيئرمين آفتاب احمد خان شيرپاؤ د خيبر نيټ ورک اسلام آباد سينټر دوره کړې او په دې موقع ئې خېبر نيوز سره خصوصې خبرې هم کړېدي ۔
آفتاب احمد خان شيرپاؤ وئيلي دي چې باني پي ټي آئي ته دې نه وړاندې هم عدالتونو ډير ريليف ورکړې او کيديشي چې نور ريليف هم ورکړې ۔
آفتاب احمد خان اووئيل چې د تحريک انصاف مارچ سره د باني پي ټي آئي رها کيدل په نظر نۀ راځي، د پي ټي آئي د مارچ اعلان سره به بيا لارې بنديږي او خلقو ته به هم ډېر تکليف وي ۔
هغه اووئيل چې وزیراعلیٰ خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور خو د جلسو او احتجاجونو څخه نۀ اوزګاريږې نو په صوبې به څه توجه ورکړي،د صوبې امن دومره زيات خراب دې چې جنوبي اضلاع کښې د حکومت رټ هم ختم دې او صوبائي حکومت دې اړخ ته بيخي توجه نۀ ورکوي ۔
آفتاب شيرپاؤ اووئيل چې اوس خو چين هم خپل وګړي د خيبر پښتونخوا او بلوچستان تګ راتګ نه منع کړېدي،داسې حال کښې صوبائي حکومت ته امن و امان په صورتحال توجه ورکول پکار دي ۔
د قامي وطن پارټۍ مشر اووئيل چې د صوبې خلق هم مايوسه شوي، او سيکيورټي ادارو خلاف هم آواز پورته کوي چې د دوي موجودګۍ کښې هم خېبرپښتونخوا کښې د امنيت حالات خراب دي، د امن و امان خراب صورتحال لوجې زمونږ صوبه ورستو پاتې شوې ده ۔
د يو پښتنې په جواب کښې آفتاب شيرپاؤ اووئيل چې مرکز هم زمونږ صوبې ته خپل حق نه ورکوي ،د صوبې ټول خلق خو پي ټي آئي سره نه دي ، دې کښې د خلقو څه قصور دې،دې لړ کښې څه وخت مخکښې ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي وو چې د صوبې حق لپاره مونږ ته يو کيدل پکار دي،ولې دا معامله بيا هغه شان پاتې شوه او هيپڅ پيشرفت پکښې اونشو ۔
هغه اووئيل چې صوبه کښې سرمايه کاري هم نيشته، ترقياتي کارونه هم نيشته او مرکز نه هم خپل حق نشي اخستې ،نو داسې حال کښې به زمونږ صوبه بيا څنګه ترقي کوي ۔
آفتاب احمد خان تجويز وړاندې کړې چې اختلافات خو موجود دي، خو د صوبې حق لپاره ټولو ته يو ځائې کښيناستل پکار دي ۔
دې نه وړاندې آفتاب احمد خان شيرپاؤ د خيبر نيوز ډائريکټر ايډيټوريل پاليسي او سينئر خبريال حسن خان سره ئې ليدۀ کاته هم کړېدي ۔
په دې موقع آفتاب احمد خان شيرپاؤ د پارټۍ نورو مشرانو سره د حسن خان مور بي بي په وفات هغوي سره غمرازي کړې او فاتحه خواني ئې هم کړې ده ۔