سي ټي ډي په کال دوه زره دري ويشتم کښي يو زر دري نوي مقدمات درج کړي،په کوم کښي چې دوه زره پنځه سوه پنځه نوي ملزمان نامزد شوي او اووه سوه شپږيشت ګرفتار کړے شويدي،د ډي ائي جي سي ټي ډي عمران شاهد پريس کانفرنس ، وائي چي په ټوله صوبه کښي دري نوي ملزمانو ته عدالتونو سزاګاني معاف کړي.
ډي ائي جي سي ټي ډي عمران شاهد پيښور کښي د پريس کانفرنس دوران وئيلي چې اوس عدالتونو ته زمونږ په اداره مکمل اعتماد حاصل دے ،،او د دهشتګردي خاتمې لپاره کوششونه جاري دي،
ډي ائي جي وينا وه چې ډي ائي خان کښي ائل کمپني مالک باندي ډيرې حملې اوشوي خو هغه بهته ورکولو نه ډډه کړي، ولي بعضې خلق اوس هم بهتې ورکوي،او دا چې د افغان مهاجرينو واپسي نه پس په سټريټ کرائمز کښي تر ډيره حده کمے راغلې،
ډي ائي جي سي ټي ډي عمران شاهد زياته کړي چې روان کال مختلف اپريشنو کښي يو سل څلور اتيا اهلکار شهيدان او څلورسوه اته ژوبل شوي دي