خيبر پښتونخوا کښي د ترهه ګري په واقعاتو کښي د نارينو سره زنانه دهشت ګردی هم شامل دي، ډی آئي جي عمران شاهد ويلی چي کال دوز ه څوار لسم نه تر دي دمه سي ټي ډي ته يو پنځوس زنانه په ترهګري واقعاتو کښي ملوث پاتي شوي.
دستاويز مطابق ديرش زنانه په دهګرۍ کښي ديارلس اغوا او دري ټارګټ کلنګ مقدماتو کښي سي ټي ډي ته مطلوبه دي
ډي ائي جي سي ټي ډي وينا ده چې په دغه لسټ کې دوه زنانه د پيښور ترهګرۍ واقعاتو کې ملوث دي،دغه رنګ د پيښور نه دوه اغوا برائے تاوان او دوه په بهته خورۍ کې پيښور سي ټي ډي ته مطلوب دي، ډي ائي جي سي ټي ډي عمران شاهد زياته کړي چې په پښتونخوا کې د زنانو د ټريس کولو په اړه ورته مشکلات دي، چي وجه ئې پښتون معاشره ده.