کاټلنګ (نمائنده خېبرنيوز) د تحصيل انتظاميې او وکيلانو ترمينځ اختلافات زيات شوي، بار ايسوسي ايشن د اسسټنټ کمشنر د رويې پرضد احتجاجي مظاهره کړې، د اے سي عدالت ئې تالا کړې او د سرکاري ګاډي چابي يې ترې اخستې ده ۔
د کاټلنګ بار ايسوسي ايشن او اسسټنټ کمشنر د وکيلانو ترمينځه اختلافات نور هم زيات شوي، د اسسټنټ کمشنر د رويې په ضد وکيلان ميدان ته راوتلي او د اسسټنټ کمشنر په عدالت کښې د حاضريدو نه ئې د بائيکاټ اعلان هم کړې دې ۔
وکيلانو په زور د اسسټنټ کمشنر دفتري ګاډي هم نيولې وو او چابي ئې ترې هم اخستې وه ۔
د بار ايسوسي ايشن چارواکو وينا وه چې تر څو اسسټنټ کمشنر معافي نه وي غوښتې او يا د تحصيل نه ئې تبادله نۀ وي شوې د عدالت بائيکاټ به جاري ساتو ۔
بل اړخ ته د مردان تحصیل بار ایسو سی ایشن وکیلان هم کاټلنګ بار روم ته رسیدلي وو او د کاټلنګ بار د وکیلانو نکګرتيار فيصله ئې کړې وه ۔
ورستو د تحصیل بار کاټلنګ او اسسټنټ کمشنر تر مینځ روغه جوړه شوې او وکیلانو د اسسټنټ کمشنر د ګاډی چابی هم واپس کړې او د هغه د دفتر تالا ئې کولاؤ کړېده ۔