آئي ايس پي آر ترمخه د ډيره اسماعيل خان په کړي شموزئي علاقه کښې ترهه ګرو تيره شپه رورل هيلتھ سينټر باندې بزدلانه حمله کړي او ډزي ئې هم کړېدي
آئي ايس پي آر ترمخه د ترهه ګرو ډزو په نتيجه کښې اووه کسان شهيدان شوي چې پکښې دوه سيکيورټي اهلکار،دوه ليډيز هيلتھ ورکرز،دوه ماشومان او يو څوکيدار شامل دي
آئي ايس پي آر وئيلي چې سيکيورټي فورسز په فوري توګه کليئرنس آپريشن کړے، چې پکښې درې ترهه ګر وژلي شويدي
شهيد شوي اهلکارانو کښې نائب صوبيدار محمد فاروق او سپاهي محمد جاويد اقبال شامل دي
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې په علاقه کښې د نورو ترهه ګرو خاتمے لپاره کليئرنس آپريشن روان دي، د بے ګناه خلقو په نښه كولو د وحشيانه عمل مرتکب کسان به خپل انجام ته رسولې شي