پوليس ذرائعو ترمخه ډيره اسماعيل خان کښې د کنوړي پتن په مقام د ايف سی په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله شوي،چي په نتيجه کښی د ايف سي څلور ځوانان ژوبل شويدي ۔
پوليس ذرائعو وئيلي چې ترهه ګرو د ايف سي په چيک پوسټ ځانمرګي بريد کړې او بارود څخه لوډ ګاډي ئې دغه چيک پوسټ سره جنګولې ،چې بيا زورداره چاودنه شوې ده ۔
ژوبل شوي اهلکارانو کښې صوبيدار مجاهد، ،نائيک اسد، لانس نائيک رحمان الله او ثنا الله شامل دي ۔
حمله کښې ژوبل شوي اهلکاران علاج لپاره سي ايم ايچ هسپتال ډيره اسماعيل خان ته منتقل کړې شويدي ۔