پيښور: د وزيراعلي خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور مشرۍ کښې بيګا ناوخته د کرمې پيښې په اړه اهم اجلاس شوې چشې پکښې اهم فيصلې شويدي ۔
غونډه کښې فيصله شوې چې ډي سي کرم جاويد محوسود باندې ډزو کښې ککړ ملزمانو خلاف خلاف به ايف آئي آر درج کولې شي او هغوي به فوري نيولي شي ۔
غونډه کښې آئي جي پوليس خيبر پښتونخوا او چيف سيکريټري پشمول نور اعلیٰ چارواکي شریک وو ۔
اجلاس کښې فيصله شوي چې امن لوظنامې نه پس هيچا له د ترهه ګرۍ اجازت نيشته او چې څوک هم دې پيښه کښې ککړ دي سخته سزا به ورکولې شي ۔
اجلاس ته اووئيلي شو چې کوم ملزمان هم د ترهه ګرۍ دې پيښۀ کښې ککړ دي هغوي له به سخته سزا ورکولې شي، او د هغوي مرستې کونکي به به د قانون مونګلو ته راوستلې شي، چې کومو ترهه ګر په ډې سي حمله کړې د هغوي د سرونو قيمتونه به مقرر کولې شي ۔