پيښور کښې د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې اهمه غونډه شوې په کوم کښې چې د صوبائي حکومت اته فليګ شپ منصوبو پيشرفت په حواله جاج اخستې شويدې ۔
په دې موقع وزيراعلیٰ اووئيل چې د راتلونکي کال وړومبۍ جنورۍ نه به لائف انشورنس سکيم شروع کولې شي، د کوم لاندې چې به د خاندان سربراه سرکاري هسپتال يا د صحت کارډ په پينل موجود کوم يو هسپتال کښې هم د مرګ په صورت کې حکومت د هغه خاندان ته لس لکه روپۍ ورکوي ۔
منصوبې مطابق د شپيتۀ کالو نه کم کسانو مړينې صورت کښې به لس لکه او دې نه سيوا عمر والا مړۀ شوي کسانو خاندان ته به پنځه لکه روپے ميلاويږي ۔
وزيراعلیٰ وينا ده چې په لائف انشورنس به سالانه څلور نيم اربه روپۍ لګښت راځي کوم چې به صوبائي حکومت ادا کوي ۔
وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د پيښور ډي آئي خان موټروے لپاره د زمکې اخستو هدايت کړې،او وئيلي دي چې د سولرائزيشن منصوبو لاندې چې د کوم سرکاري ودانو ډيټا يو ځائې کړے شوې په هغو به ډير زر کار شروع کړے شي ۔