نريندر مودي انتظاميې لخوا د پاکستانيانو ويزې منسوخ کولو معامله، پاکستاني وګړي ملک ته واپس راتلو لپاره واهګه بارډر د کهلاؤ ساتلوفيصله شويده ۔
د خارجه وزرات ترجمان شفقت علي خان وائي چې بهارت لخوا ويزې منسوخ کولو لوجې هلته ميشته پاکستانيان د مسائلو ښکار شوي وو چې پکښې زياتره مريضان شامل دي، پاکستاني وګړو له سهولت لپاره واهګه بارډر کولاؤ ساتلو اعلان شوې دې ۔
دفاتر خارجه وئيلي دي چي واهګه اټاري باډر عبور کولو آخري تاريخ دري ويشم اپريل دې او بهارت اجازت ورکړې چې پاکستانيان دې واپس لاړ شي ۔
ترجمان دفتر خارجه وئيلي چې ډير مريضان نازک صورتحال کښې واپس راغلي دي، او ډير خاندانونه يو بل نه لرې شويدي او ميډيا رپورټ کوي چې ډير پاکستاني شهري اټاري سرحد باندې ګير شويدي ۔
دفترخارجه ترجمان شفقت علي مخکښې وئيلي دي چي خپل شهريانو ته به واهګه باډر هر وخت کولاؤ ساتلي شي چې پاکستانيانو ته وطن ته واپسۍ کښې مسئې نۀ وي ۔