خيبر پښتونخوا حکومت د صوبائي وزيرانو دکارکردګۍ په حواله د انټريوز کولو فيصله کړيده ۔
د وزيرانو دکارکردګۍ انټرويوز به داطلاعاتو محکمې دسوشل ميډيا پليټ فارم د لارې نيغ په نيغه خپرولې شي ۔
د صوبائي وزيرانو دکارکردګۍ په اړه مهم ته د آسک منسټر نامه ورکړے شوې ده ۔
عام اولس به وزيرانو نه دهغوي د کارکردګۍ په حواله تپوس پوښتني سوال و جواب کوي ۔
صوبائي وزيران به دخېبر پښتونخوا داطلاعاتو محکمې دسوري لاندې په سوشل ميډيا پليټ فارم د اولس مسئلي هم اوري او ددغه مسئلو هوارولو لپاره به په فوري توګه اقدامات کوي ۔
د خېبرپښتونخواحکومت دا اقدام د اولس بيا بيا شکايتونو نه پس پورته کړې شويدې ۔
ديادونې وړ ده چې دخيبر پښتونخوا د وزيرانو دکارکردګۍ او اولسي شکايتونو په رڼا کښې دپاکستان تحريک انصاف باني په خصوصي هداياتو درې کسيزه کميټي هم جوړه کړے شوې ده ۔
دغه کميټي به د صوبائي وزيرانو دکارکردګۍ په حواله خپل رپورټ باني پي ټي آئي ته وړاندې کوي ۔