د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سردارعلي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې د محکمه بلدياتوغونډه اوشوه،په کوم کښې چې د صوبائي وزير بلديات نه علاوه د متعلقه محکمو او پي ډي اے اعلیٰ چارواکو شرکت کړې دې ۔
غونډه کښې د وزيراعلیٰ لخوا صوبه کښې باغباني ته د ودې ورکولو په لړ کښې د هارټيکلچر اتهارټي جوړولو فيصله شوې ده ،کوم چې به د باقاعده ايکټ لاندې قائمولې شي ۔
غونډه کښې پي ډي اے ته د پيښور درې شهري ټي ايم ايز حدودو کښې د خصوصي ذمه واريانو ورکولو متعلق په چارو هم غور اوکړے شو۔
په دې موقع وزيراعلیٰ اووئيل چې د پيښور ښار د تعمير او ترقۍ لپاره صوبائي حکومت سنجيده اقدامات کوي،او په ښار کښې د صفائي نظام غوره جوړولو لپاره به د ټي ايم ايز نظام مستحکم کول وي ۔
وزيراعلیٰ زياته کړې چې موجوده صوبائي حکومت د باني چيئرمين ويژن مطابق بلدياتي نظام بااختياره جوړول او اختيارات لاندې کچ ته منتقل کولو لپاره پرعزم دے،او د بلدياتي نمائندګانو جائز مسائل به په ترجيحي بنيادونو حل کولې شي ۔