د پاکستان او انګلينډ ترمينځ دريم او فيصله کُن ميچ پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې جاري دې، چې پکښې د اولنۍ ورځې لوبه ختم شوېده ۔
انګلينډ ټاس ګټلې وو او پخپله ئې اول د بيټنګ فيصله کړې وه، ميلمه ټيم انګلينډ په اولنۍ ورځ اولني اننګز کښې دوه سوه اووه شپيته رنز باندې آؤټ شوې،ساجد خان شاندارباولنګ کړې او شپږ وکټې ئې اخستي ۔
پاکستان طرف نه سپنر باولرانو يو ځل بيا شاندار باولنګ کړې چې پکښې ساجد خان شپږ، نعمان علي درې او زاهد محمود يو وکټ په خپل نوم کړيده ۔
انګلينډ طرف نه ټولو نه زيات جيمي سمت نهه اتيا او بين ډکټ دوه پنځوس رنز باندې آؤت شوي دي ۔
د اولنې ورځې لوبه ختميدو پورې قامي ټيم اولني اننګز کښې درې وکټو په زيان دري اوويا رنز جوړ کړي،چې پکښې عبدالله شفيق څوارلس،صائم ايوب نورلس او کامران غلام په درې رنز آؤټ شويدي ،کپتان شان مسعود او سعود شکيل ناټ آؤت دي ۔
قامي ټيم ته د انګلينډ اولني اننګز خساره پورا کولو لپاره د نور يوسل څلورنوي رنز ضرورت دې ۔
دې نه وړاندې ملتان کښې لوبيدلې اولنې ميچ انګلينډ او دوئم ميچ پاکستان ګټلې وو، او دواړو ټيمونو ترمينځ سيريز يو،يو سره برابر دے ۔