د خېبر ضلعې په جمرود سيمه کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې کاروائي کړې، سي ټي ډي وئيلي چې کاروائۍ دوران درې مطلوب ترهه ګر وژلي شوي ،او دوه نور تښتيدلي دي،وژلي شوي ترهه ګر عام خلقو او سيکيورټي فورسز باندې حملو کښې ککړ وو ۔
د پيښور ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې لخوا جاري بيان کښي وئيلي شوي چې د جمرود په شاه کس سيمه کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع کاميابه کاروائي شويده ۔
سي ټي ډي وئيلي چې کاروائۍ دوران درې ترهه ګر وژلي شوي، او د ترهه ګرو دوه نور ملګري تيښته کښې کامياب شويدي ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې وژلي شوي ترهه ګر عام خلقو او سيکيورټي فورسز باندې کاروائيانو کښې ککړ وو
وژلي شوي ترهه ګرو د قبضې نه بارودي مواد او نوره وسله برآمد شوې ده ۔
بلخوا آئي جي خيبر پښتونخوا او ايډيشنل آئي جي سي ټي ډي کاميابې کاروائۍ باندې د ترهه ګرۍ مخنيوې ادارې اهلکارانو ته شاباسې ورکړې او د هغوي کاروائي ئې ستائلې ده ۔

