بنو کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې کاميابه کاروائي کړې چې پکښې دوه ترهه ګر وژلي شويدي، سي ټي ډي ترجمان ترمخه وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او لاسي بمونه هم برآمد شويدي ۔
د سي ټي ډي ترجمان طرف نه جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د بنو په ممه خيل سيمه کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې اهلکارانو کاميابه کاروائي کړې ده ۔
ترجمان سي ټي ډي وئيلي چې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع کاروائۍ دوران دوه خطرناک ټارګټ کلرز وژلي شويدي ۔
سي ټي ډي ترجمان زياته کړې چې د وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله ، موبائل فونز او د کالعدم تنظيم کارډز هم برآمد شوي دي ۔
ترجمان دا هم وئيلي چي د ترهه ګرو دوه ملګري د شپې تيارۀ لوجې تښتيدو کښي کامياب شويدي او د دوي خلاف نوره کاروائي جاري ده ۔

