سي ټي ډي د کراچې مټياري سيمي کښې کارروائي کړې، کارروائي دوران سي ټي ډي او ترهه ګرو ترمينځه ډزې شوې، ترجمان وائي چې سي ټي ډي کارروائي دوران د القاعده ترهه ګر عبدالله صغير ګرفتار کړې ولې دوه نور ترهه ګر په تيښته کښې بريالي شوي، ګرفتار کړې شوې ترهه ګر ولکه نه کلاشنکوف او لاسي بم برآمد شوې.
د سي ټي ډي ترجمان ترمخه پوليسو تکنيکي بنيادونو باندې کارروائي دوران د مټياري حدودو کښې جيندل شاه کوټ کښې چهاپه وهلې ده، چهاپے دوران ترهه ګرو په سي ټي ډي ټيم ډزې شروع کړې، د ډزو په بدلون کښې د القاعده ترهه ګر عبدالله صغير آسي عرف اسد ګرفتار کړې شوېدې.
ترجمان وائي چې کارروائي دوران د کالعدم تنظيم نور دوه ترهه ګر علي او شهريار په تيښته کښې بريالي شويدي، ګرفتار شوې ترهه ګر ولکه نه کلاشنکوف او لاسي بم برآمد شوېدې
تفتيش مطابق ګرفتار کړې شوې ترهه ګر عبدالله سعودي عرب، ملائيشيا او افغانستان دوره کړېده، ځکه چې نيټ ورکټ نور مضبوط کړې شي، ولې هغه متحده عرب اماراتو نه پاکستان ته ډي پورټ کړې شوې هم دې.