سي ټي ډي خيبر پښتونخوا د بهته خورۍ حوالي سره ائي جي خيبر پښتونخوا ته خط ليږلې ،خط کې وئيلي شوي چې په بهته خورۍ کې زياتره د غير ملکي سيمونو استعمال کيږي، ولي دغه ډيټا ته د سي ټي ډي رسائي.
خط مطابق د پراوينشل اليکټرانک کرائم د لاندي د بهته خورۍ کيسونو کې دې د رجسټريشن او تحقيقاتو اختيار راکړے شي، او د غير ملکي نمبرو د بلاک کولو لپاره دې د افغان ټيلي کام ريګوليټري اتهارټي سره طريقه کار واضحه کړے شي،
خط کې وئيلي شوي چې د واټس ايپ پشمول سوشل ميډيا رسائي پورې دې سي ټي ډي ته د پوائينټ اف کنټکيټ درجه ورکړے شي،
خط کې وئيلي شوي چې په ترهګرۍ او بهته خورۍ واقعاتو کې زياتره استعمال د افغان سيمونو کيږي،چې پکې يو زر پنځه سوه نورلس افغان نمبري بلاک کړے شوي هم دي.