په پاک افغان سرحدي پوله طورخم او بلوچستان کښې چمن بارډر سره جدید ترین بارډر ټرمینل د تعمیر په آخرۍ مرحله کښې داخل شوے چې ورسره به دواړو ګاونډی هیوادونو ترمینځ تجارت وده ومومي
جدید ترین بارډر ټرمینل ته ” انټیګریټیډ ټرانزټ ټریډ منیجمنټ سسټم ” نوم ورکړی شوې، د ذرائعو ترمخه د دے دواړو منصوبو پرانسته د فروری په میاشت کښې د کیدو امکان دے
دا منصوبه د ایشیائی ترقیاتی بنک په مالی مرسته د ایف بی آر په نګرانی کښې کيږي ،په بارډر ټرمینل کښې بین الاقوامې معیار سهولتونه پیدا کړی شوې د دی منصوبو سره به افغانستان او وسطي ايشيائی هیوادونو سره تجارت ته وده ترلاسه شی، په دی ټرمینل کښې کسټمز ، انټی نارکاټکس فورس ، ایف ائی اے ، بارډر رینجرز ، ټرمینل اپریټرز ، پلانټ پروټیکشن او اینمل قرنطینه لپاره دفتری جوړی کړی شوی
په بارډر ټرمینل کښې به بینکونو ، انټرنیټ جدید ایکسرے ، سکینرز ، پاس تهرو سکینرز او انډر وهیکل سکینرز نصب کولی شی، دے نه علاوه په بارډر ټرمینل کښې دهماکه خیز مواد ، منشیات او وزن معلولو مشنیونه به نصب کولی شی