د پاکستان د کمالِ فن ایوارډ ترلاسه کوونکي ستر شاعر، ادیب، صحافي او سیاستدان اجمل خټک مرحوم د شپاړسم تلین په مناسبت یوه تعزیتي او ادبي غونډه اکادمی ادبیات اسلام آباد کښې چې پکښې خيبر پښتونخوا مختلفو شعبو سره تعلق لرونکو مشرانو او شاعرانو ګڼ شمير کښې ګډون کړيدې ۔
اسلام آباد: دغه غونډه د پښتو ادبي سوساٸټۍ، اسلام آباد او پښتون جرنلسټس اېسوسي اېشن اسلام آباد په شريکه جوړه شوې وه ـ
د غونډې د نظامت چارې د پښتو ادبي سوساٸټۍ اسلام آباد سېکرټري جنرل او د پښتون جرنلسټس اېسوسي اېشن اسلام آباد نائب صدر سردار یوسفزے ترسره کړې ۔
د غونډې مشران مېلمانه د خېبر پښتونخوا پخوانې ډائرېکټر جنرل صحت ډاکټر محمد ایوب روز یوسفزئي، د سحر اکاډمۍ باني سعادت سحر، نامتو شاعر، ادیب او دانشور عبدالکریم بریالے او سينئر صحافي او د پښتون جرنلسټس اېسوسي اېشن اسلام آباد صدر قمر یوسفزئي شامل وو ۔
په دې موقع د اجمل خټک مرحوم په فکري، ادبي او ملي خدماتو تفصیلي مقالې وړاندې شوې، د مشرانو وينا وه چې اجمل خټک د پښتو ادب یو باوقار او با اثر نوم دې، د هغه په شاعرۍ او نثر کښې قومي شعور، مزاحمت، امن او انساني وقار څرګند دے ۔
دوي اووئيل چې اجمل خټک مرحوم له هغو شخصیاتو کښې وو چې د خپل فکر، قلم او عملي مبارزې له لارې ئې نه یوازې پښتو ادب ته نوې لارې پرانستې، بلکه د پښتون قوم په مينځ کښې ئې د شعور، خود اعتمادۍ او ټولنیز بیدارۍ مشال هم بل کړې دې ۔
مشرانو مخکښې اووئيل چې داجمل خټک شاعري یوازې د الفاظو ښکلې ترکیب نه، بلکه د یوه پوره دور آواز دې، چې پکښې د پښتنو تاریخ، کلتور، قومي تشخص، آزادۍ، امن او انساني وقار په ډېره زړورتیا، رښتنولۍ او دردمنۍ سره بیان شوي دې ۔
په دې موقع ګڼ شمېر لیکوالانو او پوهانو خپل تاثرات شریک کړل، چې پکښې شعیب یوسفزئې، محمد عبدالمتین هاشمي، پروفېسر ډاکټر منظور مضطر آفریدې، ډاکټر نګهت یاسمین، ډاکټر سیف الاسلام سیف او نسیم مندوخیل شامل وو ۔

