پيښور کښي د نهم او لسم محرم الحرام سيکيورټئ لپارہ کوټلي ګامونه پورته کړے شويدي، د ماتمي جلوسونو لارې سيل کړې شویدي ۔بلخوا د پیښور پشمول د صوبې مختلفو ضلعو کښې به موبائل سروس په مکمله توګه یاپه جزوي توګه هم بندولې شی۔
پيښور کښي د نهم او لسم محرم الحرام سيکيورټئ لپاره پاک فوځ، پوليس ،ضلعی انتظامیه او نورې متعلقه ادارې چمتو کړے شویدی ۔د محرم الحرام ماتمی جلوسونو لارے هم سیل کړے شوی او د هرقسمه بدے پيښې مخنیوی دپارہ ټولے متعلقه ادارے هائی الرټ کړے شوی دي ۔
بلخوا به د نهم او لسم محرم الحرام دوران د پیښور پشمول د صوبې مختلفو ضلعو کښې به موبائل سروس په مکمله توګه یا په جزوي توګه بندولې شی۔ د محرم الحرام سکیورټي یقینی جوړولو دپاره دګاډو په تورو شیشو ،وسلې په نمائش او ښار ته د افغان مهاجرینو په راتګ په مکمله توګه بنديز لګولې شويدې