پنډۍ کښې ميډيا سره خبرو اترو پر مهال د خيبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور وئيلي دي چې زما د اسټبلشمنټ سره رابطے کيږي۔
وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور اووئيل چې اسټيبلشمنټ سره خبرې اترې هم روانې دي، تر دې دمه څه نتيجه مخې ته ده راغلې ۔
علي امين ګنډاپور مخکښې اووئيل چې د ملک معيشت تباه دے، او باني پي ټي آئي ملک لپاره خبرو کولو ته تيار دے۔
وزيراعلیٰ وئيلي چې باني پي ټي آئي په خپل نظريه ولاړ دے او نظريه قيد کيدے نشي ۔
هغه اووئيل چې د مذاکراتو لپاره ټي او آرز پکار وي، خپل تحفظات به يو بل ته مخامخ کيدو، په هغې به خبرې اوشي او مسئله به حل شي۔
علي امين ګنډاپور زياته کړې چې د نهمې مئي واقعات زمونږ خلاف يو سازش وو، چې چا دغه سازش کړې، هغوي دې خپله غلطي تسليم کړي۔
علي امين ګنډاپور دا هم وئيلي چې شير افضل مروت ته وئيلي شوي وو که څوک نيوکې کوي، نو برداشت کوه، پارټۍ کښې هرقسم خلق دي، د پارټۍ معاملات دننه حل کول پکار وي، خو بيا هم د هغه لپاره واپسۍ دروازے بندول نه دي پکار۔