د ارمي چيف جنرل عاصم منير مشرې کښې کور کمانډر کانفرنس شويدے، کانفرنس کښې ډي آئي خان ترهګرۍ حمله کښې شهيد شوې ځوانانو مغفرت لپاره دعا شويده، فورم ګاونډي ملک کښې موجود ترهګرعناصر ته جديد وسلې ته رسائي باندے د تشويش اظهار کړيدے او وئيلې دې چې داسې عناصرو له به پورا طاقت سره جواب ورکولې شي.
آئي ايس پي آر لخوا جارې شوې اعلامي ترمخه د ارمي چيف مشرۍ کښې کور کمانډر کانفرنس شويدے، د کانفرنس ګډونوالو ډي آئي خان حمله کښې شهيد شوې ځوانانو ته د عقيد پيرزوني وړاندے کړې، او شرکاوؤ عزم څرګند کړے چې د ترهګر عناصر خلاف به سخته کاروائي کولې شي، فورم افغانستان کښي موجود ترهګر ګروپونو ته جديد وسلې ته رسائي او پاکستان غير مستحکم جوړولو باندے د تشويش اظهار اوکړو
کانفرنس کښې راتلونکي انتخاباتو کښې اليکشن کميشن ته مطلوبه او ضرورې مرسته ورکولو فيصله شويده، دغه رنګ د جرائم پيشه عناصرو خلاف کاروائي لپاره متعلقه سرکارې ادارو او سيکورټي ادارو سره هم هر قسمه تعاون کولو فيصله شويده
فورم کشمير او فلسطين کښې روان د انسانې حقونو پامالۍ باندې هم د افسوس اظهار کړيدے او وئيلې دې چې پاکستان به د کشمير او فلسطين اخلاقي او سفارتي تعاون جارې ساتي.