د خيبر پښتونخوا نګران وزيراعلي سيد ارشدحسين شاه وئيلي چې صوبائي حکومت به د عام انتخاباتو پرامنه، صاف او شفاف انعقاد لپاره هر ممکن اقدامات يقيني جوړوي،او ټول ډويژنل کمشنران، ار پي اوز،ډپټي کمشنران، او ډي پي اوز به د عام انتخاباتو متعلق د صوبائي حکومت په پلانز او فيصلو په پورا توګه عملدرامدکوي.
پيښورکې د نګران وزيراعلي جسټس ريټائرډ سيد ارشد حسين شاه په صدارت کې د عام انتخابات دوه زره څليريشت انعقاد لپاره د صوبائي حکومت تياريانو په تفصيل سره جاج واخستے شو،په کوم کې چې متعلقه صوبائي وزيرانو،چيف سيکرټري،ائي جي پي،ايډيشنل چيف سيکرټري داخله او نورو متعلقه چارواکو شرکت اوکړو،
غونډه کې ډويژنل کمشنرانو او ار پي اوز د ويډيو لنک په ذريعه ګډون اوکړو،
غونډه کې د عام انتخاباتو انعقاد لپاره په تياريانو او پيش رفت په حواله وزيراعلي ته بريفنګ ورکړے شو،
بريفنګ کې اووئيلے شو چې په خيبر پښتونخوا کې په وړؤمبي ځل په ضم اضلاع او بندوبستي سيمو کې په يو وخت د صوبائي اسمبلۍ په يو سل پنځلس او د قامي اسمبلۍ په پنځه څلويښت نشستونو انتخابات کيدونکي دي د کومو دپاره چې پنځلس زره اووه سوه اووه ديرش پولنګ سټيشني جوړي کړے شويدي،
بريفنګ کې اووئيلے شو چې په دغه پولنګ سټيشنو کې څلور زره اته سوه دولس حساس ترين او شپږ زره پنځه سوه حساس، او څلور زره دري سوه څلورڅلويښت نارمل ګرځولي شويدي،
بريفنګ کې ووئيلے شو چې خيبر پښتونخوا کې د رجسټرډ ووټرانو تعداد دوه کروړه شپاړس لکهه دوه نوي زره او دري سوه يو اتيا دے،
بريفنګ کې اووئيلے شو چې صوبائي حکومت ته انتخاباتو لپاره يو لاک پنځلس زره څلور سوه ديرش سيکورټي اهلکار پکار دي،او صوبائي حکومت سره يو کم لس اتيا زره نهه سوه يو کم شپيته اهلکار موجود دي،
په دې موقعه وزيراعلي اووئيل چې د عام انتخاباتو انعقاد لپاره به صوبائي حکومت ټوله مشينري او وسائل پکار راولي