پيښور: ذرائعو ترمخه پي ټي آئي هزاره ، ملاکنډ او بلوچستان پارټۍ قيادت وزيراعلیٰ هاوس کښي اجلاس شوې دې ۔
د ملاکنډ ريجن عبد اللطيف ، ډپټي سپيکر ثريا بي بي او سيلم الرحمن غونډه کښي شريک وو ۔
ذرائعو مطابق هزاره ريجن اجلاس کښي عمر ايوب ، اکبر ايوب ، ارشد ايوب او فضل حق موجود وو ۔
د بلوچستان پي ټي آئي زنانؤ څانګې صدري صفيه کاکړ او پينځه ممبرانو هم اجلاس کښي شرکت کړے ۔
ذرائعو ترمخه ټولو اجلاسونو ته د باني پي ټي آئي کورودانې بشریٰ بي بي وينا کړې ، هغې د باني پي ټي آئي پيغام د پپارټۍ مشرانو ته رسولې دې ۔
بشریٰ بي بي هدايت کړے چې څليرويشتم نومبر احتجاج کښي د ټولو ريجنز شرکت يقيني کړے شي ۔