د اسلام آباد ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج طاهر عباس سپرا د باني پي ټي آئي ناهلۍ خلاف احتجاج په اړه د کيس سماعت کړېدې ۔
عدالت د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ امين ګنډاپور او عمر تنوير بټ اشتهاري ګرځولي، او د عامر کياني اشتهاري ګرځولو عمل شروع کړې شوېدې ۔
سماعت دوران د فيصل جاويد لخوا مقدمې نه د ترهه ګرۍ دفعات لرې کولو درخواست جمع کړې شوې، او درخواستونو باندې ئې دلائل طلب کړيدي ۔
عدالت يو ځل بيا د غير حاضر ملزمانو وارنټ ګرفتاري جاري کړې او د مقدمې نور سماعت ئې پنځلسمې جنورۍ پورې ملتوي کړېدې ۔
ياده دې وي چې د ملزمانو خلاف دوه زره دوه ويشتم کښې په نهمه مئي تهانه آئي نائين اسلام آباد کښې مقدمه درج شوې وه ۔