راولپنډۍ: د خېبر پښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور په اډیاله جيل کښې د تحریک انصاف باني عمران خان سره یوې نيمې ګهنټې وخت پورې ملاقات کړېدې ۔
دسرچينو له مخې په دغه ملاقات کښې دواړو مشرانو د څليريشتم نومبر احتجاج او نورو چارو خبرې اترې کړي دي ۔
سرچينو زياته کړې چې علي امين ګنډاپور عمران خان ته د څليريشتم م نومبر احتجاج په اړه د صوبايي حکومت د تياريو او په وزیراعلی هاؤس کښې د روانو هلو ځلو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړېدې ۔
سرچينو زياته کړې ده چې وزیراعلی علي امين ګنډاپور د نېشنل ايکشن پلان د اپيکس کمېټۍ په غونډه کښې د خپل ګډون په اړه هم باني پي ټي آئي ته بريفنګ ورکړې دې ۔
د ملاقات نه وروستو د خېبرپښتونخوا وزیراعلی ميډيا سره خبرې نۀ دي کړي،او اډياله جيل نه د خيبرپښتونخوا هاؤس اسلام آباد ته تلې دې ۔