شمالي او جنوبي وزيرستان کښې د سيکورټي فورسز او دهشتګردو ترمينځه نښتې،ذرائع وائي چې دوانړه ځايونو کښې په نښتوکښې د يو کپتان په ګډون پينځه اهلکار شهيدان او څلور نور اهلکار ژوبل شوي ولې جوابي کاروائۍ کښې دوه ترهه هم وژلے شويدي
وړومبۍ نښته د شمالي وزيرستان په تپي سيمه کښې هغه مهال رامخي ته شوه کله چې د سيکورټي فورسز قافله د نورک مدرسے څخه د يو چيک په پوسټ په لور روانه وه چې دغه مهال پرې ترهه ګرو حمله اوکړه،سيکورټي ذرائع وائي چې د دهشتګردو په حمله کښې د يوکپتان چې اسامه نوميږي په ګډون درې اهلکار شهيدان او څلور نور ژوبل شول ولې جوابي کاروائۍ کښې دوه ترهه ګر هم ووژلے شول
دغه رنګې د جنوبي وزيرستان د کوز وانا په تحصيل برمل کښې د سيکورټي فورسز په بم ډسپوزل ټيم باندې ترهه ګرو حمله کړي چې پکښې دوه اهلکار شهيدان شوي او نور لس اهلکار پکښې ژوبل شويدي