د چين وزيراعظم لي کيانګ شنګهائي تعاؤن تنظيم کښې شرکت او پاکستان کښې اهم شخصياتو سره ملاقاتونو او مختلفو په اړه معاملاتو باندې خبرو اترو لپاره نور خان ايئر پورټ ته رارسيدلې چرته چې وزيراعظم شهباز شريف د درون ميلمه تود هرکلې کړېدې ۔
په دې موقع نور خان ايئر پورټ باندې ماشومانو د چين وزيراعظم ته ګلدستې وړاندې کړېدي ، او د چيني وفد تود هرکلې شويدې ۔
د چين وزيراعظم ته پاکستان رارسيدو باندې د يويشت توپو سلامي هم وړاندې کړې شوې،دا تير يوولس کالو کښې په اول ځل د چين د وزيراعظم د پاکستان دوره ده ۔
د چين وزيراعظم به صدر مملکت آصف زرداري، وزيراعظم شهبازشريف ،آرمي چيف او نور اهم شخصياتو سره خصوصي ملاقاتونه هم کوي ۔
خارجه دفتر وئيلي چې د چين وزيراعظم د پاکستاني هم منصب شهبازشريف په خصوصې دعوت د پاکستان درې ورځنې دوره باندې راغلې دې،چين وزيراعظم به اوولسم اکتوبر پورې پاکستان کښې قيام کوي ۔
د خارجه دفتر ترجمانې مطابق دچين وزيراعظم سره د چين وزيران د ترقۍ او اصلاحاتي کميټي نور چارواکي هم موجود دي ۔