اسلام آبادکښي چائناپاکستان پوليټيکل پارټيز فورم او سي پيک پوليټيکل پارټيز جوائينټ کنسلټيشن ميکينزم غونډه شوي, غونډي ته خپلو ويناګانو کښي سياسي مشرانو وئيلي چي چائنا پاکستان اکنامک کوريډور سي پيک باندي د پاکستان ټول سياسي جماعتونه په يو پيج دي ،پاک چين مشاورتي مکينزم اجلاس ته مولانا فضل الرحمان ، يوسف رضا ګيلاني ، حنا رباني کهر اوخالد مقبول صديقي په شمول افراسياب خټک او د پي ټي آئي رهنما رؤف حسن خطاب کړي ، په دي موقع وزير خارجه اسحاق ډار وئيلي چه سي پيک د دواړو ملکونو مرستي يو نوي وژن دے، دده منصوبې دوئمي مرحلي سره به پاک چين دوستي نوره هم مضبوطه شي.
اجلاس ته خپل خطاب کښي چيني وزير ليو جيان چاو اوئيل چي دترقۍ لپاره اندروني استحکام ضروري وي ، د سرمايه کارۍ لپاره سيکورټي صورتحال غوره جوړول پکار دي ،
چيني وزير ليو جيان اوئيل چي دپاکستانيانو لخوا د سي پيک حمايت کول د ستائيني وړ دي ، پاکستان او چين د ترقۍ په نوي لارو مخ په وړاندي روان دي او دا ترقي د دواړو ملکونو په ګټه ده
په دي موقع د مسلم ليګ ن رهنما اياز صادق اوئيل چي د پاکستان او چين د سياسي جماعتونو روابط سره به سي پيک ته وده ميلاؤ شي او دا چي دبيلټ اينډ روډ منصوبے سره د دواړو ملکونو تعلقات نور هم مستحکم شي
په دي موقع د احسن اقبال وينا وه چي دسياسي جماعتونو په يو ميز کيناستل د دواړو ملکونو د سياسي قيادت په يو پيج کيدو دليل دے
اجلاس ته خپله وينا کښي د جمعيت علمائے اسلام مشر مولونا فضل الرحمان اوئيل چي دکشمير په مسله د پاکستان په حمايت کولو مونږ دچين مشکور يو وائي چي په سي پيک باندي د پاکستانيانو قومي اتفاق رائے ده