پيښؤر: دخېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علي امين ګنډا پور د مشترکه مفادات کونسل اجلاس رابللو په حواله وزيراعظم ته خط ليکلې دې۔
خط کښې وئيلي شوي چې د آرټيکل يوسل اووه پنځوستم مطابق هر نوي ورځې پس د مشترکه مفادات کونسل اجلاس رابلل لازمي دي ولې جنورۍ مياشت نه پس وفاقي حکومت دا آئيني تقاضه نه ده پوره کړې ۔
علي امين ګنډاپور خپل خط کښې د وزيراعظم شهباز شريف نه خواست کړې چې د مشترکه مفادات کونسل اجلاس دې په فوري توګه راوبللې شي او آئينبي تقاضه دې پورا کړې شي ۔
خط کښې دا هم وئيلي شوي چې د مهمو مسئلو حل ، امن او سماجي و اقتصادۍ ترقۍ لپاره دا اجلاس ضروري دې ، خط کښي درخواست شوے چي وزير اعظم دې ذاتي دلچسپي واخلي او اجلاس رابلل دې يقيني کړے شي ۔