قامي اسمبلۍ ته خپل خطاب کښې دفاع وزير خواجه آصف وئيلي چې د خیبر پښتونخوا وزير اعلی لخواافغانستان سره د نيغ په نيغه د مذاکراتو اعلان پر وفاق حمله ګرځولې ده ۔
خواجه آصف وئيلي چې د خېبرپښتونخوا وزير اعلی علي امين ګنډاپور د افغانستان سره د براه راست خبرو اترو اعلان كړې دې ، ولې يوه صوبه هم پخپله افغانستان سره مذاکرات نشي کولې ۔
دفاع وزير اووئيل چې داسې خبر زهر قاتل دي، په کومه لار چې دوي روان دي، دې سره به مسئلې نورې سيوا شي ،خو کميږې به چرې نه ۔
خواجه آصف اووئيل چې زه خوشحاله یم چې د پي ټي آئي کوم غړي نیول شوي وو،هغوي د پروډکشن آرډر نه پس ايوان ته راوستلې شويدي ۔
ددفاع وزير وينا وه چې تيره ورځ دلته په آرټيکل شپږم بحث شوې، زه يواځنې د اسمبلۍ غړى يم په چا چې دپي ټي ائي کابينې لخوا آرټيکل شپږم لګول شوى وو۔
هغه زياته کړه چې که ايوان چلول وي،نو د سپيکر اياز صادق په جوړ شوي رواياتو به چلول وي، د اسد قيصر له خوا جوړ شوي روايات بايد ونه منل شي ۔
خواجه آصف مخکښې اووئيل چې د پي ټي آئي دور کښې به د اسد قيصر سره مذاکرات کيدل نو دفترونو نه بهر به د آئي ايس آئي کسان ولاړ وو۔
وزير اعلی علي امين ګنډاپور تېر ماښام پېښور کښې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وئيلي وو چې زه به پخپله له افغانستان سره خبرې کوم ۔