د اسلام آباد سنګجاني کښې تحريک انصاف دعوامي جلسي د لارې دخپل سياسي قوت مظاهره کړې ،جلسي ته د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور،پي ټي آئي چئيرمين بيرسټر ګوهر پشمول دپارټۍ نورو مشرانو خطاب کړې دې ۔
ضلعي انتظامي پي ټي آئي ته دجلسې لپاره ورکړې شوې مقرره وخت ختميدو روستوپه فوري توګه جلسه ختمولو وينا کړې وه ۔
د جلسې وخت ماښام اووه بجو پورې وو، بلخوا پي ټي آئي کارکنانو په پوليسو پتهراؤ کړې، چې پکښې دسيف سټي ايس ايس پي شعيب خان او يو شمېر پوليس اهلکاران ژوبل شويدي ۔
داخله وزير محسن نقوي د پي ټي آئي کارکنانو پتهراؤ نوټس اخېستې او آئي جي نه ئي رپورټ طلب کړېدې ۔
اسلام آباد سنګجاني علاقه کښې جلسې ته خپله وينا کښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي چې حکومت ته د دوؤ هفتو مهلت ورکوؤ چې عمران خان دې رها کړي، که چرې باني پي ټي آئي رها نشو نو مونږ به ئې پخپله رها کوؤ ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې د خېبر پښتونخوا خلقو د طاقت په زور مينډيټ غلاکولو نه بچ کړې،باني پي ټي آئي د جيل دننه مقابله ګټلې ده، اوس ئې هيڅوک مزيد جيل کښې نشي ساتلې ۔
وزيراعلیٰ دا هم وئيلي چې ټول قام د ويرې بُتان مات کړې،که اين او سي وي او کنه، راتلونکي جلسه به لاهور کښې کولې شي ۔
جلسې ته چيئرمين پي ټي آئي بيرسټرګوهر،شيرافضل مروت،سلمان اکرم راجه،محمود اچکزئۍ، حماد اظهر او د پارټۍ نورو مشرانو هم خطاب کړېدې ۔
دوي وئيلي چې حکومت د اسلام آباد نه پنجره جوړ کړې،بيا هم په لکونو کارکنان جلسې ته راغلي ۔
پي ټي آۍي مشرانودا هم وئيلي چې باني پي ټي آئي نشي مائنس کيدې ، بائد حکومت باني پي ټي آئي رها کړې، هسې نه ملک بندې کوڅې ته داخل شي، بيا به ئې دوي له هم چل نه ورځي ۔