چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره ملاقات کړې، چيف اليکشن کمشنر وزيراعظم د انتخاباتو تيارو نه خبر کړې، سکندر سلطان راجه وائي چې د اتمې فرورې انتخاباتو لپاره ټولې ضرورې تياريانې مکمل کړې شوي، د پولنګ اسټشنونو او اسټاف لسټونه هم جوړ کړې شوي، بلخوا وزيراعظم د عام ټاکنو انعقاد لپاره بهر پور تعاون يقين دهاني ورکړې.
چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره ملاقات کړېدې، چيف اليکشن کمشنر وزيراعظم د عام انتخاباتو تيارو نه خبر کړېدې
سکندر سلطان راجه وائي چې د اتمې فرورې انتخاباتو لپاره ټولې ضرورې تياريانې مکمل کړې شويدي، د پولنګ اسټشنونو او اسټاف لسټونه هم جوړ کړې شويدي، ډير زر به ټولو ضلعو ته انتخابي لسټونو رسولو انتظام مکمل کړې شي
چيف اليکشن کمشنر اوئيل چې اليکشن کميشن په وخت د انتخاباتو انعقاد او انتخابي شيډول جاري کولو پابند دې، چيف اليکشن کميشن وزيراعظم ته د مرکزي دفتر دورے کولو بلنه هم ورکړې
بلخوا وزيراعظم اليکشن کمشنر ته د عام ټاکنو انعقاد لپاره بهر پور تعاون، فنډز او سيکيورټي فراهم کولو يقين دهاني ورکړېده.