چمن بارډر جاري دهرنا په دويمه مياشت کښي داخل شوي، مظاهرين د ون ډاکومنټ فيصلے خلاف په خپل مطالطه کلک ولاړ دي، دهرنے شرکا نن په دويمه ورځ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت معطل ساتلے، بلخوا د مظاهرينو يو وفد اسلام آباد کښي هم د مذاکرات لپاره موجود دے.
په باب دوستي باندي د افغانستان او پاکستان ترمنځه تګ راتګ لپاره پاسپورټ فيصلے خلاف احتجاجي دهرنا دويمه مياشت ته داخل شوي، مظاهرين وائي چي د حکومت پاکستان لخوا د پاسپورټ او ويزے فيصله مونږ ته نامنظوره ده، حکومت دي خپله فيصله واپس واخلي
دهرنے شرکا تيره ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځه تجارت معطل کړے وو ، کوم چي نن په دويمه ورځ هم بند وو، د کوم له وجي چي په بارډر دواړه اړخ ته د ګاړو اوږده اوږده قطارونه اودريدلي دي
مظاهرين وائي که زمونږ مذاکرات اونه منلے شو نو مونږ د افغان کډوالو واپسۍ لار هم بند کړو،
بلخوا د مظاهرينو يو وفد مذاکرات لپارهاسلام آباد ته هم راغلے
نن په ايف سي قلعه کې هم د ليويزو او ايف سي چارواکو سره د پرلت غړو مزاکرات شوي کوم چي بے نتيجي ختم شويدي.