چئيرمين تحريک انصاف چيف جسټس ته خط ليکلي ، خط کښي د شهريانو بنيادي حقوق تحفظ غوښتنه شوي ،چيف جسټس فائز عيسي ته خواست شوي چي اليکشن کميشن دي پابندکړي شي چي پي ټي آئي ته دي د برابرۍ په بنياد د مهم چلولو اجازت ورکړي شي.
د تحريک انصاف چئيرمين لخوا چيف جسټس آف پاکستان جسټس فائز عيسي ته استولي شوي خط کښي ليکلي شوي چي د تحريک انصاف سره وابسته سياسي مشران په جبري توګه بي درکه کولي کيږي ، په لوئي شمير کښي د خلکوسياسي وفاداريانې په زبردستۍ بدلولي شي او دا چي د ضمانت باوجود سياستدانانو ګرفتارۍ دي اودرولي شي
چئيرمين پي ټي آئي چيف جسټس ته د سياستدانانو جبري ګمشدګيانې په معامله د کميشن جوړولو مطالبه هم کړي
په دي خط کښي ليکلي شوي چه د وفاقي او صوبائي حکومتونو پشمول اليکشن کميشن ته دي حکم ورکړي شي چه پي ټي آئي اميدوارانوته دي داليکشن مهم اجازت ورکړي شي او پيمرا ته دي هم امر ورکړي شي چي د نورو سياسي جماعتونو په رنګ دي تحريک انصاف ته هم ميډيا کوريج ورکړي شي